Banner

د لويې پکتياادبي تذکره (يولسمه برخه)

21.09.2007 21:09


نوم: نصير احمد
تخلص: صميميار
د پلارنوم : پير ګل صاحب شاه
زوکړه : ١٣٦٤ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د لکڼو عالي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکى
ولايت : خوست
ولسوالي: مرکز- متون
کلى : د شمل پيرانو  شينکى

چاپ شوي اثار : د شغلې په نوم  شعري ټولګه
نا چاپ اثار: يوه شعري ټولګه
                            
                              قافلې
پـــــه ويـــر پـــــه ژړاګانو سترګې سرې راغلې دي
دهـــــيــلو امـېـــــدونــــو جــــنـــازې راغـــلــې دي
خپه بــــــه شې جانـــانــه ښه به  داوي چې کرار شم
که نـــــــه يو څو خبرې خولې تـــــه ښې راغلې دي
دې ښکلوتــــــه کتل هـــــــــم اوس ګناه ده پابندي ده
د ښـــــــکلو محکمې نــــــه فيصلې راغــــلــــې دي
نــــور خيال به يې خوبونـــــو په سوچونـــو کې کوو
پـــــه سترګو پــــه نظر مـــو اوس پردي راغلي دي
ډېر کــــه پـــــه موسکا نظر را وګوري دوکه شومه
ګيلې  -  ګيلې  -   ګيلې ښـــــکليه ګيلې راغـــلې دي
دسترګوپه کچکول کې به يې پير(صميم يار)ټول کړم
دې چم تـــــــه د خو بـــــــانــــــو قـــافلې راغلې دي

نــــــوم      : بسم الله
تخلص       : حقمل
د پلارنوم    : حبيب الله خان
زوکړه       : ١٣٣٣ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : ماسټر
علمي رتبه  : محقق
ولايت        : خوست
ولسوالي     : اسمعيل خېل او مندوزي
کلى           : سونۍ سرخ، حيدر خېل
چاپ شوي اثار:
١- لنډې کيسې
٢- حماسه هستوونکى
٣- دننګ شملې ( د شعرونو ټولګه)
٤- د خوست د خلکو فولکلوريک عقايد
٥- د تڼيو کلتور اوفولکلور
او همدغه راز يې ډېرې علمي مقالې او شعرونه د هېواد په مطبوعاتو کې   خپاره شوي دي چې ځينو يې جايزې هم ګټلې دي.

                دهېواد دښمنانو ته
په چاړومې که سورى، سورى ځيګرکړئ
کـــه په تورو رانـــه پرې له تنې سرکړئ
پـــــه ګولو مې که غلبېل، غلبېل ټټر کړئ
له بدن مې پوست پـــه زوره را بهر کړئ
يــــا مې واچوئ ژونـــــدى د تنور منځ ته
کــــه مېچنې مې پــــــه ټنډه لراو بر کړئ
زه پـــــه وياړ هېواد ساتنې تــــــــه تياريم
زه ( حقمل ) يم ددې خلکـــــــو خدمتګاريم
زه انسان يم انسانيت لــــه پاره جنګ کړم
زه د سولې اوعزت په لورغورځنګ کړم
زه نـــــا موس او کـرامت د خلکـــو ساتم
زه افـــغــــان يــم شرافت د خلکــــو ساتم
زۀ د ظلــــم  استثمار قــــــوي دښمن يـــم
ثنا خــــوان بـــــــه تــرابد د خپل وطن يم
اوس د هــرد ښمن مکـرونو ته هوښيار يم
زۀ  ( حقمل ) يــم ددې خلکـو خدمت ګـاريم

نـــــوم     : نوراجان
تخلص       : بهير
دپلارنوم     : حاجي خير الدين
زوکــړه     : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : د دوولسم ټولګي څخه فارغ او دژورنالېزم اړوند لنډ مهال کورسونه         ـ               هم يې ويلي دي .
دنده          : ژورنالېست
ولايت       : خوست
ولسوالي    : مرکز- متون

چاپ شوي اثار : نه لري
نـــا چاپ اثــار : يوه شعري ټولګه
                        
                     غزل
دژوندون واک که مې له خپل لاسه وتلى دى اوس
د مينې مــــزى مې ستا زړۀ پورې تړلى دى اوس
د پيکي وړ، پـــــه خاورو خړ د هــــو يا نه په تمه
د زړۀ ګلاب مـــــې اشنا تــاته غوړېدلى دى اوس
اوس يې پـــــــــه اړه زمانه له مانه هېڅ نه پوښتي
لمر يې د حسن  پــــه اسمان کې راختلى دى اوس
کــــه دې دسترګو وار خطا لګي، ستا عيب نه دى
زمـــــــــــا زړګى له خپله ځايه ښويېدلى دى اوس
تـــــــــــــه رقيبان پراته ديوان بوله د لارې په سر
( بهير) کــه هر څه دى، تر تا را رسېدلى دى اوس

نـــــوم       : جمال ناصر
تخلص        : اصولي
دپلارنوم     : نوروزخان اصولي
زوکــړه      : ١٣٦٠ لېږديز لمريز کال
زده کړه      : د دوولسم ټولکي فارغ
ولايت        : خوست
ولسوالي     : تڼي
کلى           : درګى

چاپ شوي اثار  : (د پرديسۍ تروږمۍ) شعري ټولګه
نـــا چاپ اثــار  : يوه  شعري ټولګه

                بې نومه کاروان
د صحرا پـــــه زمــانو مې لوى کاروان و
خو پــــــه کنډو کنډوالو مــــې را روان و
د يتيم لــــه اوښکو بــــــار و  نوم يې نه و
چا ويل چې لــــه اسيــــا افـــغـــــانستان و
سوداګـــــر دوينو غـــــوښو ور روان دي
وايي پـــاس په دلکشا کې لوى مـــــکان و
چې مـــې پېغلې د پنجاب په ديرو نــا څي
دا مـــــې مشر دا مـــې کشر دا مې شان و
بيا د مستو مستو حورو دُعـــــا کــــــاندي
دا زمـــــا د قـــافــــلې لــــــه مخې خان و
پــــه بـــــربنډه يې غمي د کــــابل يووړل
دي پـــاريس کې راتـــه خاندي اوخندان و
بلخوا کونډه چې نــــري نـري زګروي کا
يــــا يتيم بچي له اوښکو چې بـــــــاران و
څنګه ووايـــــم اختر دې مــــبــــارک شه
زمـــــا نــــــــــه دى دا اختر دبل انسان و
لا مې غږ په اصفهان پـه  ډيلي پروت دى
چې بــابــا مې احمد خان په کوم دوران و
زه که نه وم تــــــه که نه وې دا ايمان دى
چې  همدې اسيا کې لـــــــوى افغانستان و
بيا بــــــــه ډول وي بيا اتڼې بيا به چوغې
لکه ګډ پــــــه ګورګينانـو ميرويس خان و
افغانيت  مې پـــه لاس توره پښتو ډال دى
ځمکه پـــــــرېږده لا خبر په دې اسمان و
(اصولي) چـې د لندن جونـــو تــــه خاندي
نوم يې ورک شه ده ته چاوې چې افغان و

نــــوم        : عبدالباري
تخلص       : نعيمي كټوازى
دپلارنوم     : الحاج محمد نعيم
زوکړه       : د ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال د وږي مياشت
زده کړه     : د خوست پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د لومړي کال محصل
ولايت       : پکتيکا
ولسوالي    : يوسف خېل
کلى          : زمريکوټ

چاپ شوي اثار :  نه لري
نـا چاپ اثــــار :  يوه شعري ټولګه
         
           پټې سلګۍ
جانانه تاله به يادېږم که نه
خو ته پوهېږې چې زه ستا په غم کې؟
هره شېبه د سودايي په رسم
هره ګړۍ دلېوني په دستور
ستوني ته ګوتې کړم
په چيغو سرشم
دا خپل پاره ،  پاره ګرېوان څيرمه
خو سوده نه  پرې کيږي
بس يو زړګى خالي شي
دلبره تا ته به يادېږم که نه؟
زه چې سپوږمۍ ته ګورم
هلته کې ستا د مخ  انځور وينمه
هلته سرور وينمه  شور اورمه
راته کيسې کوي له تېرو شېبو
را ويښوي مې لېوني چورتونه
راله سپړي د زړۀ  ژور زخمونه
خير دى پروا  نه کوي
دا خو دمينې قرباني باله شي
خو بيا هم تاله به يادېږم که نه؟
ستا به د زړۀ په کور ورېږم که نه ؟
چې ته به هم زما د مينې په څېر
د ياد پرللمه د خالق له هسکه
زما د وصل بارانونه غواړې
خداى خبر ياره چې همداسې به وي
ګرانه! د خداى  په روى چې هېر دې نه شم
ما ستا له ژونده سره ژوند تړلى
ځان مې پخوا لا په سوګند تړلى
جنون مې عقل بند په بند تړلى
خو خلاصه درته ويلاى شمه
که ستا د هجرڅپې سختې شي نو
د زړۀ دردونه مې فرياد شروکړي
بس دا يوه ټپه مې خولې ته راشي
نوم دې په خوله اخيستى نه شم
پټې سلګۍ دې په ديدن پسې وهمه

نــــوم        : قيمت ولي
تخلص       : دلباز
دپلارنوم     : عبدالوحيدخان
زوکــړه     : ١٣٥٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه     : څلورم ټولګي پورې
ولايت       : خوست
ولسوالي    : اسمعيل خېل او  مندوزي
کلى          : خان کلى شبي خېل

چاپ شوي اثار  : نه لري
نــا چاپ اثــــار : يوه شعري ټولګه
                
                   سل پلمې
عشق مې چې کيسې راته  را واړوي
ټــــــولې اندېښنې راتــــه را  واړوي
زه چې ترې د ژوند په هکله و پوښتم
ويښې ، ويښې شپې راتــه را واړوي
بــــــاب د بيلتانه چې پــــکې  وګورم
مخامخ لمـــبــــې راتــــــه راواړ وي
نه بــــه مې وي عمر په تيارو کې تل
خداى بـه پلوشې راتـــــــه را واړوي
څه بـــــه کړم تپوس ورنـه د نه راتلو
بيا بـــــه سل پلمې راتـــــه را واړوي
سوال چې ترې دمينې دتعريف وکړم
حسن فلسفــــــــې راتـــــه را واړوي
نـــــوم چې د شرابو يـــا ساقي واخلم
ستــــرګــې پښتنې راتــــه راواړ وي
مــــا (دلباز) يو بل جهان تــه وسپاري
داسې تمـــــاشې راتـــــــه را واړوي


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.